یکشنبه, 26 فوریه , 2023 , بخش : فعالیت ها , ,
+
-

د ډوډی او خرما کمپاین

✨بسم الله الرحمن الرحیم✨

«لَن تَنَالُواْ ٱلۡبِرَّ حَتَّىٰ تُنفِقُواْ مِمَّا تُحِبُّونَۚ وَ مَا تُنفِقُواْ مِن شَيۡءٖ فَإِنَّ ٱللَّهَ بِهِۦ عَلِيمٞ» (آل عمران-۹۲)

💠تاسو به هيڅکله نیکي ته ونه رسيږئ، مګر له هغه شي څخه چې تاسو یې خوښوۍ، (د خداى په لار کې) انفاق کړي. او هر هغه څه چې انفاق کوئ، خدای په هغه خبر دي.

💠د خدای (ج) مېلمستیا نږدې دي، او د هر کال په رواج سره د روژه مات او پېشلمي د دسترخوان تر څنګ، پاکې او ښکلې شېبې زموږ د دوستانو په ټولي کې رامینځته کیږي.

💠راځئ چې د روژې په مبارکه میاشت کې د خپل مورنۍ وطن د بې وزلو او اړمن خلکو څخه بی خبره ونه اوسو. او هغوی خپل د مهربانۍ مېلمانه و ګرځوو.

💠موږ ستاسو د مومنانو په هڅو باندي پلان جور کړی دی، چی د افغانستان اړمنو خلکو ته، ١٤٠٠ کڅوړې د خوراکي توکو مرسته وکړو.

💠هره بسته د ۳۰۰۰ افغانیو (۳۵ ډالر/ یو نیم میلیون تومان) ارزښت لري، په ګډون د وریجې، غوړی، ربه، مکرونی او خرما.

#د_ډوډی_او_خرما_کمپاین
د کرامت خیریه بنسټ په هڅه

کانال تلگرام